کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د غړو د سفري بندیز د معافیت د غځولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه بي نتیجي پاته شو

1 سنبله 1401 ساعت 9:44

د فرانسي خبری آژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي د اسلامي امارت د ۱۳ غړو لپاره د سفر بندیز د معافیت د غځولو په اړه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي، چې ټاکل شوې وه د دوشنبې په ورځ په نیویارک کي نهایي شي.


آوا: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامی امارت د ۱۳ جګپوړو غړو د درې میاشتنی سفر د معافیت د غځولو په موخه غونډه وکړه.
 
د دغې شورا غړو په دې وروستیو کې د دغه معافیت د غځولو یا نه کولو پر سر اختلاف درلود، درې دایمي غړو امریکا، فرانسې او انګلستان د دې معافیت پر نه شتون ټینګار وکړ، خو چین او روسیې د دې معافیت د مودې د غځولو غوښتنه وکړه.
 
په همدې حال کې امریکا یو بل وړاندیز کړی او د امنیت شورا له غړو یې غوښتي چې د یاد لیست د اوو غړو او د شپږو نورو کسانو د سفر مخه دې ونیسي، څو یوازې دوحې قطر ته سفر وکړي.
 
په داسې حال کې د اسلامي امارت په لوړپوړو چارواکو بندیزونه لګول کیږي، چې ډیری کارپوهان په دې باور دي چې دغه بندیزونه د افغانستان په خلکو په ځانګړې توګه له اقتصادي اړخه مستقیم اغیز لري.
 


د مطلب کود: 257485

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257485/د-اسلامي-امارت-غړو-سفري-بندیز-معافیت-غځولو-لپاره-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-غونډه-بي-نتیجي-پاته-شو

آوا
  https://www.avapress.com