کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د ارنوټ پاولز ماموریت پای ته ورسېد

2 سنبله 1401 ساعت 11:40

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر ارنوټ پاولز په یوه ټوېټ کې د (ستونزې وخت) کلمو په لیکلو سره په افغانستان کې د خپل ماموریت پای اعلان کړ.


آوا: پاولز د دې اعلان په ترڅ کې چې رافیل نودیس به د هغه ځای ناستی وی، لیکلی: تاسو کولای شی له افغانستانه یو ډیپلوماټ وباسی، خو افغانستان د دیپلوماتانو له شتونه خلاص نه شی.
 
داسې اوازې دي چې نوموړی وروسته له هغه له اسلامي امارت څخه وشړل شو چې په افغانستان کې یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو، بشري حقونو ته د درناوي، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ غوښتنه وکړه.
 
د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې هم نه یوازې دا چې د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، بلکې پر افغانستان یې د نورو بندیزونو غوښتنه کړې، په ځانګړې توګه د اسلامي امارت پر لوړ پوړو چارواکو.
 


د مطلب کود: 257549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257549/په-افغانستان-کې-د-ارنوټ-پاولز-ماموریت-پای-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com