کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د کیمیاوي سرې د تولید ۷ فابریکې وتړل شوې

2 سنبله 1401 ساعت 12:01

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د کیمیاوي سرې د تولید اووه فابریکې یې چې له څو کلونو راهیسې جعلي سرې تولید او پلوري، پېژندلي او بندې کړي دي.


آوا - د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح الله نوراني نن چهارشنبه د سنبلې په ۲ مه وویل: د بلخ ولایت کشفي ځواکونه توانیدلي چې د کمو تولیداتو اووه فابریکې په نښه کړي چي په تېره یوه اوونۍ کې د بې کیفیته او جعلي کیمیاوي سري تولیدول او د هغوی ۹ تنه مالکین ونیول شول.
 
د نوراني په وينا، د يادو کسانو د نيولو پر مهال له دغو کسانو څخه پنځه زره بورۍ بې کيفيته او جعلي کيمياوي سرې چې له خاورې، پلستر او سلفر څخه جوړې شوې وې، هم ترلاسه شوي دي.
 
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس زياته کړه، چې دغه فابريکې له څو کلونو راهيسې د بلخ په دهدادي او د مزارشريف ښار په نهمه ناحيو کې فعاليت درلود او خپل ټيټ کيفيته کيمياوي سرې په جعلي نښه پلورل.
 
په همدې حال کې د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي شمس الله خالد هم وايي، چې دغه کيمياوي سرې نه يوازې د کرنې لپاره بې ګټې دي، بلکې د کروندګرو حاصلات هم له منځه وړي.
 


د مطلب کود: 257555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257555/په-بلخ-کې-د-کیمیاوي-سرې-تولید-۷-فابریکې-وتړل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com