کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه له افغانستان او پاکستان سره د سیلابونو د زیانونو د جبرانولو لپاره مرسته کوي

3 سنبله 1401 ساعت 9:01

د ملګرو ملتونو ویاند د سېلابونو د زیانونو د جبرانولو لپاره افغانستان او پاکستان ته د دغه سازمان د مرستې اعلان وکړ.


آوا: د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک وايي، په افغانستان کې د تېرې اوونۍ سختو بارانونو او ناڅاپه سېلابونو د هېواد یو شمېر ولایتونه اغېزمن کړي او تر ۸۲۰۰ ډېرې کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.
 
دوجاریک وویل چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ناڅاپه سیلابونو له امله ۲۵۶ کسان وژل شوي چې د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۱۸ کسان وژل شوي دي.
 
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو ډله هم په بلوچستان او سند ایالتونو کې له چارواکو سره خپل ملاتړ زیاتوي.
 
باید وویل شي چې د پاکستان دوه یاد شوي ایالتونه تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
 
د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي چې د اټکل له مخې ۳۴۰۰ کورونه زیانمن شوي او یا هم ویجاړ شوي دي.
 
ملګري ملتونه او د هغې د بشري مرستو شریکانو د ارزونې ټیمونه ګمارلي ترڅو په اغیزمنو سیمو کې اړتیاوې وپیژني.
 
دوجاریک همدارنګه زیاته کړه چې دا ټیمونه خلکو ته لومړني مرستې چمتو کوي چې په کې خواړه، اوبه، خیمې، روغتیایی خدمتونه، رواني ټولنیز ملاتړ او نور اړین توکي شامل دي.
 
په هرصورت، د اګست د ۱۶ او ۲۱ ترمنځ، په پاکستان کې د سیلابونو له امله ۶۳ مړه او ۱۱۵ نور ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 257602

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257602/ملګري-ملتونه-له-افغانستان-او-پاکستان-سره-د-سیلابونو-زیانونو-جبرانولو-لپاره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com