دخپریدو نیټه :شنبه ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 257694
وروستیو اورښتونو د کجکي بند د اوبو سطحه لوړه کړې ده
په هلمند ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د وروستیو اورښتونو په پایله کې د کجکي بند د اوبو سطحه لوړه شوې او تر ۵۱ مترو پورې رسېدلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباری راشد وایی چې د وروستیو اورښتونو او سیلابونو په پایله کې د کجکی بند سطحه ۵۱ مترو او ۱۸ سانتی مترو ته رسیدلې ده.
 
د کجکي بند د اوبو کچه، چې کندهار او هلمند ولایتونو ته برېښنا ورکوي، په دې وروستیو کې راټیټه شوې وه.
 
د چارواکو په وينا، د کجکي بند د درېيو توربينونو د فعالولو لپاره لا هم ٢١ مترو نورو اوبو ته اړتيا ده.
 
پخوا د کجکي بند د ۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت درلود. خو په دې وروستیو کې د دغه بند د دویم فاز چارې پیل شوې او د برېښنا د تولید ظرفیت یې ۱۵۰ میګاواټو ته رسېدلی دی.
 
https://avapress.com/vdci3yar5t1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته