کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سريلانکا ته ماته ورکړه

6 سنبله 1401 ساعت 9:32

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ اسیا شل اوریز کرکټ جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سریلانکا ملي لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.


آوا: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې چې پرون شنبه (سنبلي ۵) د اماراتو په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
 
د دې سیالیو په ترڅ کې د سریلانکا ملي لوبډلې لومړی د توپ وهنې سره لوبه پیل کړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف ورکړه.
 
د افغانستان ملي لوبډلې وکولای شول چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او دغه لوبه د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره وګټله.
 
په دې لوبه کې فضل الحق فاروقي د دریو لوبغاړو په سوځولو سره د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کړ.
 
دغه راز محمد نبي او مجیب الرحمن وتوانېدل دوه دوه او نوین الحق یوه یوه وېکټه ترلاسه کړي.
 
په دې بریا سره افغانستان د دغه کپ بل پړاو ته د لار موندلو لپاره یو ګام نور هم نږدې شو او که د سه شنبې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې بله لوبه وګټي، نو کولای شي د اسیا د شل اووریزو کرکټ کپ بل پړاو ته لار ومومي.
 
د اسیا د شل اوریزو کرکټ جام سیالۍ په دوو ګروپونو کې د اسیا د شپږو غوره لوبډلو (افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش، پاکستان، هند او هانګ کانګ) ترمنځ پرون (د سنبلي د میاشتې په ۵ مه) په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د سنبلي تر ۲۰ پوري دوام وکړي.
 


د مطلب کود: 257718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257718/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-سريلانکا-ته-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com