دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 257723
افغانستان او روسیې د تیلو او ګازو د سوداګرۍ په برخه کې هوکړه وکړه
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت روسیې ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر او د تیلو او ګازو د سوداګرۍ او پیرودلو په برخه کې د دغه هیواد له حکومت سره موافقه اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه هوکړه مسکو ته د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزی د وروستی سفر په ترڅ کې شوې ده.
 
د اعلامیې پر بنسټ، په دغه سفر کې د دواړو لورو پلاوي د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې پانګونې ته د روسي پانګوالو د هڅولو په اړه خبرې وکړې.
 
اعلامیه زیاتوي چې ښاغلي عزیزي له روسي چارواکو سره په لیدنه کې د تېلو او ګازو د پېرلو په اړه تفاهم ته رسېدلی دی.
 
عزيزي د ​​دغه سفر په ترڅ کې د تاتارستان له ولسمشر سره هم ليدلي، خو د دې ناستې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
 
د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل: زموږ یو شمېر تخنیکي همکاران اوس هم په روسیه کې دي او د تړون د جزئیاتو په اړه به تخنیکي خبرې وکړي.
 
هغه ټینګار کړی دی چې د تیلو د قرارداد د مسئلې له حل وروسته به له روسیې سره د خوراکي موادو د انتقال پر څرنګوالي خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcb5zb5frhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته