دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 257732
افغانستان، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د توجه مرکز دی
د ملګرو ملتونو د رسنیو د څانګې د اعلامیې له مخې، د دغه سازمان امنیت شورا د دوشنبې په ورځ (د وږي ۷ مه) خپله غونډه د افغانستان د روان وضعیت ارزونې ته ځانګړې کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د رسنیو څانګې ویلي، چې دغه غونډه به د تړلو دروازو تر شا ترسره شي.
 
ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې وشي.
 
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پلاوي مشر نصیر احمد فایق رسنیو ته وویل چې د دغه سازمان همغږي کوونکی مارتین ګریفیتس به د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
 
د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د بحث لپاره جوړېږي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي زیانونه اړولي او په هېواد کې یې اقتصادي ستونزې زیاتې کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcbfzb55rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته