کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ډرون برید/ پاکستان: د افغانستان ادعا د ډیپلوماټیک چلند له معیارونو سره په ټکر کې دي

7 سنبله 1401 ساعت 9:18

د افغانستان په خلاف د پاکستان له آسمان څخه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د کارونې په اړه د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب له څرګندونو وروسته، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ادعا بې اساسه او له نړیوالو سره په ټکر کې بولي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه، یکشنبه (سنبله ۶) د اسلامی امارت د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب څرګندونې بې بنسټه وبللې.
 
ملا محمد یعقوب وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکه د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ننوتي ده.
 
هغه له پاکستانه وغوښتل چې خپل حریم د "افغانستان پر ضد" ونه کاروي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "دا ډول ادعاوې بدمرغي د ځان سره لری" او د مسؤل ډیپلوماتیک چلند له معیارونو سره په ټکر کې دي. وزارت ویلي چې پاکستان د ټولو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد ترهګري په هر ډول او ښکاره ډول غندي او اسلامي امارت د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په پلي کولو سره باید دا یقیني کړي، چې ترهګري له خپلې خاورې د کوم هېواد پر ضد کار نه اخلي. .
 
ویل کیږي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنې لپاره ګزمې کوي.
 
امریکا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.
 


د مطلب کود: 257777

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257777/د-امریکا-ډرون-برید-پاکستان-افغانستان-ادعا-ډیپلوماټیک-چلند-له-معیارونو-سره-په-ټکر-کې-دي

آوا
  https://www.avapress.com