کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

7 سنبله 1401 ساعت 9:32

د خوړو نړیوال پروګرام په هېواد کې د بې وزلۍ له زیاتوالي او ناوړه اقتصادي وضعیت سره هم مهاله، له افغانستان سره د ۲۰ میلیونو وګړو د مرستې په برخه کې د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه.


آوا: د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مری الن پرون یکشنبه (سنبله ۶) وویل چې دغه سازمان په افغانستان کې د خلکو له لوږې سره د مرستې او مبارزې لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لری.
 
الن وویل چې د خوړو نړیوال پروګرام تر اوسه په افغانستان کې له ۲۰ میلیونو خلکو سره مرسته کړې ده.
د ایلن په وینا، په افغانستان کې شپږ میلیونه خلک د لوږې په څنډه کې دي او په ورځ کې یو ځل خوراک نه شي کولای.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: "د دې ادارې تمرکز له وږو سره مرسته ده او د دوی د مرستې لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري."
 
الن زیاته کړه: "ځینې سرچینې شتون لري او موږ به لیرې پرتو سیمو ته د ژمنیو مرستو لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر ترلاسه کړو، مګر موږ لاهم ډیری نیمګړتیاوې لرو. هغه ځای ته لومړیتوب ورکړئ چې خوارځواکۍ لویه ستونزه ده."
 
ایلن وویل: زه امید لرم چې موږ ډیرې سرچینې ترلاسه کړو.
 
تر دې مخکې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي پورې به په افغانستان کې د فقر په کرښه کې د دغه هېواد ۹۸ سلنه وګړي شامل شي.
 


د مطلب کود: 257779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257779/د-خوړو-نړیوال-پروګرام-له-افغانستان-سره-ملاتړ-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com