کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د دولت غصب شوې ځمکې به بېرته ونیول شي

8 سنبله 1401 ساعت 13:43

د بلخ سیمه ییزو چارواکو د څه باندې دوه زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکې د بېرته نیولو اعلان کړی او وايي چې د مرکزي چارواکو د لارښوونې له مخې به د یو منظم پروګرام له لارې ټولې غصب شوې ځمکې بېرته ونیول شي.


آوا - مزارشریف: د بلخ د ښار جوړونې او ځمکو رئیس عین الدین حمید د بلخ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: تر ​​اوسه مو له دوه زره جریبه زیاته ځمکه له غاصبینو نیولي دي او دا د مرکزي چارواکو د لارښوونو پر بنسټ دي چي د یو منظم میکانیزم لاندې، ټولې غصب شوې ځمکې بیرته واخلو.
 
د هغه په ​​وينا، دغه ځمکې په تېرو څو کلونو کې زورواکو د جعلي اسنادو په جوړولو سره غصب کړې دي.
 
د بلخ د ښار جوړونې او ځمکو رييس زياته کړه، چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته يې لارښوونه کړې، چې د ځمکو غاصبين وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري.
 
په همدې حال کې د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي چې غاصبينو غصب شوې ځمکې پر خلکو پلورلې، ښاريانو پرې استوګنځي جوړ کړي او خلکو ته يې د مالي زيانونو د اړولو لپاره بايد د دې ستونزې د حل معقوله لاره هواره کړي. د قانون سره سم وموندل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په بلخ ولايت کې په تېرو درېيو لسيزو کې له ۱۸۴ زره جريبه ډېره دولتي ځمکه د غاصبينو او زورواکو له خوا غصب شوې او پر هغه باندې يو سل څلور شخصي میني جوړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 257855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257855/په-بلخ-کې-د-دولت-غصب-شوې-ځمکې-بېرته-ونیول-شي

آوا
  https://www.avapress.com