دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 257861
یوناما: پر اسلامي امارت بندیزونه د افغانستان پر اقتصاد منفي اغیز کړی دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) مشر مارکس پوتزل د تېرې شپې په غونډه کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته د لاسرسي په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول یوه هڅه وبلله او ویې ویل چې دغه بندیزونه د اسلامي دولت امارت د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه غونډه چې تېره شپه (دوشنبه، سنبلي ۷) د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، تمرکز یې د دغه هېواد پر بشري او اقتصادي وضعیت و.
 
پوتزل په خپله وینا کې وویل چې د اسلامي امارت له تاسیس راهیسې ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشردوستانه اړتیاوو په پوره کولو کې استثنايي تمرکز لري او په افغانستان کې اوس هم اړتیاوې د پام وړ دي.
 
د یوناما مشر د امنیت شورا په غونډه کې ویلي دي چې د اسلامي امارت حکومت د نړیوالې ټولنې هیڅ غړي په رسمیت نه دی پیژندلی.
 
د پوتزل په وینا، د دې یو لامل د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د نورمونو نه رعایت دی.
 
هغه زیاته کړه چې افغانستان د دې نړیوال نظام برخه ده او اسلامي امارت باید خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي.
 
د یوناما مشر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې پر اسلامي امارت بندیزونو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
 
هغه د هېواد د خلکو د ګټو په خاطر د افغانستان د مرکزي بانک شتمنیو ته د لاسرسي د اسانتیا لپاره د هڅو غوښتنه وکړه.
 
دې ته په اشارې سره چې بشردوستانه مرستې اوږدمهاله حل نه دی، پوټزیل زیاته کړه: "د بې وزلۍ کمول او همدارنګه د بنسټیزو توکو او خدماتو چمتو کول باید په پای کې په دوامداره اقتصادي وده تکیه وکړي."
خو د ده په وینا، مرستندویانو په وار وار اعلان کړی چې د اقتصادي همکاریو بیا پیل د اسلامي امارت د ځینو سیاستونو په لغوه کولو پورې اړه لري.
 
د یوناما مشر زیاته کړې، چې د افغانستان اوسني واکمنان د حکومتدارۍ په برخه کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي.
 
د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دې غونډه کې چين او روسيې له اسلامي امارت سره د اقتصادي ملاتړ او د نړيوالې ټولنې د اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه. هند هم په افغانستان کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې ځینې ځانمرګي بریدونه غندلي او د دوی تر نامه لاندې د ترهګرو ډلو او بنسټونو د نه فعالیت په اړه یې له اسلامي امارت څخه د ضمانت غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcepf8wzjh8nvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته