کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مارکس پوتزل و بدخشان ته سفر وکړ

9 سنبله 1401 ساعت 10:37

یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشر مارکس پوتزل د بدخشان ولایت له فیض آباد ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه.


آوا - کابل: د دغه سفر موخه د بدخشان د عمومی بشری وضعیت څیړل دی.
 
پوتزل د دغه سفر په ترڅ کې له ځايي چارواکو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او یو شمېر خبریالانو سره وکتل.
 
بدخشان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې له مرکز څخه لرې او لږ پرمختللی ولایت دی.
 
ملګري ملتونه په وار وار په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري حقونو وضعیت د اندېښني وړ شولي دي. خو د یوشمېر کارپوهانو په اند، د افغانستان لپاره د دې سترې نړیوالې ادارې کړنه تر ډېره په شعارونو او د اعلانونو په خپرولو محدوده شوې او په هېواد کې د کړکېچ د هواري لپاره یې لږ اغېزمن عملي کار کړی دی.
 


د مطلب کود: 257892

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257892/مارکس-پوتزل-بدخشان-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com