کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسکو: د لویدیځ بندیزونه د روسیې او ایران ترمنځ د همکارۍ مخه نه نیسي

9 سنبله 1401 ساعت 11:43

ماسکو ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په وخت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې له دښمنانه اقداماتو او د لویدیځ له بندیزونو سره سره به د ایران او روسیې ترمینځ ملګرتیاوې دوام ولری.


آوا: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په شپه (سنبله ۸) اعلان وکړ چې د ایران او روسیې پر ضد د لویدیځ دښمنانه اقدامات او بندیزونه په ټولو برخو کې د دواړو هیوادونو د ګټورو دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا مخه نه شی نیولی. "
 
دغه وزارت د تهران او مسکو ترمنځ د همکارۍ کچې زیاتوالي ته په اشارې سره اعلان وکړ: د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې د روسیې او ایران ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلې چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲.۷ سلنه زیاته ده.
 
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ايران او د «يوراسيا د اقتصادي اتحاديې» ترمنځ د هراړخيز ازاد تجارت د موافقې په هکله په خبرو اترو کې پرمختګ شوی دی.
 
د دغه راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالله به نن چهارشنبه د سلواغې په ۹ مه مسکو ته د یوه سوداګریز سفر په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګی لاوروف سره ملاقات او خبرې اترې وکړی. په پام کې ده چې دواړه مشران پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو، د روسیې او ایران ترمنځ د انرژۍ او ترانسپورت د ګډو پروژو او همدارنګه د ځینو سیمه ییزو مسایلو لکه د اوکراین، سوریې او افغانستان پر پرمختګونو خبرې وکړي.
 
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ماسکو ته له تهرانه له تللو مخکې وویل: ماسکو ته د ولسمشر د سفر اصلی هدف د ایران د اسلامی جمهوریت د غوښتنې په اساس د اوکرایین د کړکیچ د هواری لپاره کوشش کول دی.
 
هغه څرګنده کړه: ځینې اروپایی ګوندونه د ایران له اسلامی جمهوریت څخه غوښتنه کوی چې د اوکرایین په کړکیچ کښې لاسوهنه وکړی او د شخړې په کمولو کښې مرسته وکړی، د خبرو اترو میز ته راشی او جنګ بند کړی نو د دغه سفر یو له مهمو هدفونو څخه د ایران د اسلامی جمهوریت هڅې دی. ایران به د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، دا د اوکراین وضعیت دی.
 
په دې وروستیو کې سرګي لاوروف هم تهران ته سفر کړی او امیر عبداللهیان په یوه ګډه خبري غونډه کې یو ځل بیا د اوکراین له جګړې سره د ایران پر مخالفت ټینګار کړی دی.
 


د مطلب کود: 257902

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257902/مسکو-د-لویدیځ-بندیزونه-روسیې-او-ایران-ترمنځ-همکارۍ-مخه-نه-نیسي

آوا
  https://www.avapress.com