کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیه: امریکا باید په افغانستان کې د ماتې برخلیک ومني

9 سنبله 1401 ساعت 15:15

په واشنګټن کې د روسیې سفارت له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکايي چارواکي باید دا ومني چې د افغانستان په جګړه کي د دوی له ماتې سره پای ته رسېدلې. د دغه روسي بنسټ په وینا داعش او نورې ترهګرې ډلې د افغان حکومت د پخوانیو چارواکو او د هغوی د لویدیځو انډیوالانو په همکارۍ په افغانستان کې ریښې غځولي دي.


آوا: له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د کلیزې په مناسبت په واشنګټن کې د روسیې سفارت په یوه بیان کې لیکلي: امریکايي چارواکي باید ومني چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده. د دوی ماتې او د افغانستان د خلکو لپاره له بدبختیو او د درواغو هیلو له ماتولو پرته بل څه نه دي راوړل شوي
 
دغه سفارت په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن پوځي کمپاین یو کال مخکې پای ته ورسېد. د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې پایلې سختې دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو یو کال وروسته په افغانستان کې بشري ناورین رامنځ ته کېږي او دا ګواښ په افغانستان کې تر ۲۰ کلنې جګړې هم زیات و.
 
د روسیې سفارت په دوام کې وویل: موږ باور لرو چې واشنګټن باید دا ومني چې په افغانستان کې جګړه د امریکا په ماتې سره پای ته رسېدلې او شل کلنې جګړې د افغانستان لپاره له ستونزو او د دروغو هیلو له ماتېدو پرته بل څه نه دي راوړي.
 
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی: داعش او نورې ترهګرې ډلې د افغانستان د حکومت د پخوانیو چارواکو او د هغوی د لویدیځو انډیوالانو په ملګرتیا سره په افغانستان کښې ریښې نیولی دی.
 


د مطلب کود: 257920

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257920/روسیه-امریکا-باید-په-افغانستان-کې-د-ماتې-برخلیک-ومني

آوا
  https://www.avapress.com