دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۶
د مطلب کود : 257999
توماس ویسټ د ګازرګاه پر جومات د برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د یوه ټویټ په خپرولو سره د هرات ولایت په ګازرګاه جومات کې د پروني برید د غندلو ترڅنګ د دغې چاودنې د عاملینو د پېژندلو او محاکمې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه ټویټ کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي:«موږ دغه بې رحمانه ترهګریز عمل غندو او د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوو».
 
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د سنبلي په ۱۱مه د هرات د ګازرګاه جومات ته څېرمه په ځانمرګي برید کې د هرات د ګازرګاه جومات خطیب مولوي مجیب الرحمن انصاري او ۴۵ تنه نور ووژل شول.
 
https://avapress.com/vdcgyu9xyak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته