کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتيا کې د جلغوزيو د فصل پر سر په جګړه کې ۲ تنه وژل شوي او ۳ ټپيان دي

12 سنبله 1401 ساعت 11:36

ځايي سرچينې وايي، په پکتيا ولايت کې د جلغوزيو د حاصل ټولولو پر سر د دوو کورنيو تر منځ د شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.


آوا: د پکتیا ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلی چې په دغه ولایت کې د جلغوزیو د ټولولو پر سر د دوو کورنیو تر منځ په شخړه کې ۲ تنه وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوی دی.
 
ویل کیږي، چې دغه شخړه نن سهار شاوخوا ۶ بجې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د دهن خوخ په کلي کې د سنبلې په ۱۲مه د دوو کورنیو ترمنځ رامنځ ته شوې ده.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
یوه اونۍ وړاندې هم په پکتیا ولایت کې د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې ۵ تنه وژل شوي او ټپیان شوي وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په سوېل او ختيځو ولايتونو کې د اوبو او فصلونو پر سر کورنۍ او خپلمنځي شخړې تل د شخړو او جګړو او کله کله د خلکو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي.
 


د مطلب کود: 258017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258017/په-پکتيا-کې-د-جلغوزيو-فصل-پر-سر-جګړه-۲-تنه-وژل-شوي-او-۳-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com