دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 258062
په پاکستان کې د سېلابونو له امله ۱۲۶۵ تنه مړ شوي
له وروستيو سیلابونو څخه ۳۸ کسان د سویلي صوبې سیند څخه راپور شوي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې سېلابونو د مرکزي ولسوالیو ډېرې ځمکې لاندې کړي، چې زیانونه یې له نورو صوبو ډېر دي. د یو شمېر رسنیو د څرګندونو له مخې د جون له نیمایي څخه تر دې دمه یې د مړینو شمېر ۵۰۲ ته رسیږي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د شنبې پر ورځ وویل، چې په تېرو څلیریشت ګړیو کې له ۵۷ نورو مړینو سره د مړو شمېر ۱۲۶۵ ته رسیدلې دی.
 
د خیبرپښتونخوا په صوبه کې د سېلابونو په بېلا بېلو پېښو کې ۱۷ کسان مړه شوي، چې په کې د توپاني بارانونو له وجې سېلابونه هم سخت ځپلی دی.
 
د ناورینونو د مدیریت ملي ادارې (NDMA) د څرګندونو له مخې؛ د جون له ۱۴ راپدیخوا په خیبر پښتونخوا کې په ټولیزه توګه ۲۸۵ کسان مړه شوي او ورپسې په جنوب لویدیځ بلوچستان صوبه کې ۲۵۷  کسان مړه شوي دي.
 
د انادولو د راپور له مخې چارواکو ویلي؛ په شمال ختیځ پنجاب ایالت کې شاوخوا ۱۸۸ کسان وژل شوي دي.
 
انادولو راپور ورکړی، چې په سیمه ییزو خپرونو جیو نیوز کې راغلي؛ په سلګونه نا امید خلک په مرکزي سند کې د سیلابونو مخې ته د بندونو د ټینګولو په هڅه کې دي.
 
د بې ساري بارانونو له کبله رامنځته شويو سیلابونو د هېواد درېیمه برخه ډوب کړي، چې حکومت یې دې ته اړ کړ، چې نړیوالې مرستې وغواړي.
 
پرلپسې بارانونو او سختو سیلابونو د پاکستان د بېخبناوو او کرنیزو ځمکو یوه لویه برخه ویجاړه کړې، په په لسګونه زره کورونه، سړکونه، پلونه او همدارنګه له یو میلیون څخه ډېر څاروي له مینځه وړي دي.
 
د انادولو د راپورله مخې؛ د هېواد نږدې ۴۵ سلنه فصلونه سیلابونو لاندې کړي، چې د خواړو خوندیتوب ته یې ګواښ رامنځته کړی.
 
https://avapress.com/vdciqvarrt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته