کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته چاودنه شوې

14 سنبله 1401 ساعت 13:14

عیني شاهدان د کابل په دارالامان سړک کې د روسیې سفارت مخې ته د یوې زورورې چاودنې خبر ورکوي. ناتایید شوي راپورونه وايي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ټپیان دي.


آوا - کابل: د عینی شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ، نن دوشنبه (سنبلي ۱۴) شاوخوا ۱۱ بجې د روسیې د ویزو د غوښتونکو کسانو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه شوې، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
دوی زیاتوي چې په دې چاودنه کې د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون چې له سفارت څخه د غوښتونکو د اسنادو د ورکولو لپاره وتلي وو، ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان دي.
,
په همدې حال کې په کابل کې د روسیې سفارت یوې دیپلوماتیکې سرچینې هم چاودنه تایید کړې او رسنیو ته یې ویلي، چې امکان لري په دې چاودنه کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
 
هغه زیاته کړه، چې نننۍ چاودنه د هغو محصلینو په منځ کې شوې، چې د ویزې فورمې یې اخیستې وې.
 
بیا هم مولوي صابر؛ د برید په ځای کې د پولیسو مشر رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ځانمرګی هدف ته له رسېدو مخکې د روسیې د سفارت د ساتونکو (طالبانو له لوري) وپېژندل شو او وویشتل شو.
 
تر اوسه د کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قوماندانۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 258149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258149/په-کابل-کې-د-روسیې-سفارت-مخې-ته-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com