کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روغتیا وزیر د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ایران ته سفر وکړ

14 سنبله 1401 ساعت 14:27

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له یوه متخصص ټیم سره د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر کړی دی. د دواړو هېوادونو روغتيايي مسوولينو ژمنه وکړه، چې د ياد تفاهم ليک پر بنسټ به په افغانستان کې په بېلابېلو روغتيايي برخو کې ګډ کار وکړي.


آوا - کابل: نن دوشنبه (سنبلي ۱۴) د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې قلندر عباد؛ د عامې روغتیا وزیر له یوه تخنیکي ټیم سره یوځای د ایران اسلامي جمهوریت ته تللی او د دغه هېواد له بېلابېلو روغتیايي څانګو څخه یې لیدنه کړې ده.
 
په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت له روغتیايي چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې د ایران له روغتیايي جوړښتونو څخه په استفادې د ایران او افغانستان تر منځ پر همکاریو ټینګار کړی دی.
 
ډاکټر قلندر عباد د ظرفیت لوړول او د تعلیمي پروګرامونو پیاوړتیا یوه مهمه مسئله وبلله او په تخصصي او تکړه برخو کې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
دغه راز د دواړو هېوادونو روغتيايي مسوولينو د تفاهم ليک پر بنسټ په بېلابېلو روغتيايي برخو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت چارواکو اعلان کړى و، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.
 


د مطلب کود: 258156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258156/د-روغتیا-وزیر-ګډو-همکاریو-پیاوړتیا-په-موخه-ایران-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com