دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 258167
لاوروف: هیله لرو چې د کابل د تروریستي برید عاملان ژر وپېژندل شي
په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته څېرمه د چاودنې او د دوو روسي ډيپلوماټانو د وژل کېدو په غبرګون کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، مسکو هيله لري چې د دغه ترهګريز بريد عاملين ډېر ژر وپېژندل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د دوشنبې ورځې چاودنې په اړه غبرګون وښود.
 
د «سپوتنیک» خبري آژانس د راپور له مخې لاوروف ویلي چې مسکو هیله لري چې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د دغه ترهګریز برید عاملین ژر وپېژندل شي.
 
هغه په ​​افغانستان کې د روسیې په سفارت کې د امنیتي کچې زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې د دې پېښې مسوولیت افغان حکومتي ځواکونه او کشفي او استخباراتي کړۍ لاس لري.
 
په همدې تړاو لاوروف له خپل تاجکستاني سيال سره تر خبري کنفرانس مخکې په دې چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو د درناوي په موخه يوه دقيقه چوپتيا اعلان کړه.
 
له بلې خوا د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف په یوه بیان کې په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته تروریستي برید غندلی دی.
 
نن دوشنبه (سنبلي ۱۴) شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د دارالامان پر سړک د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه.
 
د روسیې رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې په دې پېښه کې دوه روسي ډیپلوماټان وژل شوي دي.
 
د کابل امنیه قومندانۍ په دغه چاودنه کې د وژل شویو او ټپیانو شمېر یو تن بللی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcepv8wfjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته