دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 258195
اوچا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یوه راپور په خپرولو سره په هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده. دغې ادارې په راتلونکي ژمي کې له بې وزلۍ او لوږې سره د مبارزې لپاره د ۶۱۴ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: دغه سازمان پرون (دوشنبه، سنبله ۱۴) یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې دغه پیسې به د ژمي لپاره د سرپناهونو په لوړولو او بیارغونې او په افغانستان کې اړمنو ته د ګرمو جامو او کمپلو په برابرولو ولګول شي. .
 
اوچا په مرستندویه ادارو غږ کړی چې د ژمي له پیل څخه مخکې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ځکه چې زیانمنې کورنۍ په ژمي کې تر بل هر وخت زیاتې مرستې ته اړتیا لري.
 
دغه سازمان ویلي، مخکې له دې چې په افغانستان کې هوا سړه شي او لارې بندې شي، مرستندویه بنسټونه باید دغه مرستې پر اړمنو کسانو وویشي.
 
د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د راتلونکي ژمي لپاره ۱۲۲ د لوړې کچې مرستې لومړیتوبونه، ۲۴۷ د منځنۍ کچې لومړیتوبونه او ۳۲ د ټیټې کچې لومړیتوبونه په ګوته شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcf1cd0tw6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته