افغان غږ خبری آژانس: یوې سیمه ییزې سرچینې روزخبری آژانس ته ویلی، چې دغه چاودنه پرون سهار (وږي ۱۵) د احمدخېلو ولسوالۍ په «سکندرخېلو» سیمه کې شوې ده.
د دغې سرچینې په وینا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو لوبې کولې. سرچينه زياتوي، چې چاودنه له جګړې څخه د پاته شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
د پکتيا د حوزوي روغتون يوې بلې سرچينې وويلي: چې د پېښې له ځاى څخه دوه ټپيان په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوي او د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
له جګړې څخه پاتې شوي ماینونه او مهمات تل د هېوادوالو څخه قرباني اخلي.
د څو لسیزو جګړو له امله د افغانستان د خاورې یوه برخه په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه شوې ده.
ویل کیږي چې د افغانستان شاوخوا ۶۰۶ کیلومتره مربع خاوره په ماینونو او چاودیدونکو توکو ککړه ده.