کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بشري حقونو د څار اداره: د ریچارډ بینیټ دنده باید وغځول شي

18 سنبله 1401 ساعت 10:29

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د یوه لیک په استولو سره د افغانستان لپاره د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.


آوا: دغه پرانیستی لیک نن چهارشنبه د سنبلي ۱۶ مه د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا ته استول شوی دی.
 
د بشري حقونو د څار سازمان په پرانیستي لیک کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
 
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ ماموریت به د دې شورا په پنځوسمه غونډه کې وغځول شي.


د مطلب کود: 258353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258353/د-بشري-حقونو-څار-اداره-ریچارډ-بینیټ-دنده-باید-وغځول-شي

آوا
  https://www.avapress.com