دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 258389
پاکستان له افغانستانه د مېوو پر وارداتو د ګمرکي تعرفو له زیاتولو ډډه کړې ده
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، پر مېوو د مالیې زیاتوالی د پاکستان د حکومت عمومي پرېکړه ده، خو افغانستان به په کې شامل نه وي، ځکه اسلام آباد د دغه هېواد پر مېوو د تعرفې د لوړولو پرېکړه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی، چې د پاکستان حکومت پر افغاني مېوو د ګمرکي تعرفې له لوړولو ډډه کړې ده.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره د دغه سفارت د چارواکو تر ناستې وروسته اسلام آباد پر افغاني مېوو د تعرفې د لوړولو پرېکړه کړې ده.
 
د افغانستان سفارت وايي، پر مېوو د مالیاتو زیاتوالی د پاکستان د حکومت عمومي پرېکړه ده، خو افغانستان به په کې نه وي شامل.
 
په همدې حال کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي او له افغانستان څخه د مېوو د وارداتو د ځنډېدو پر ضد د تازه مېوې واردونکو د اعتراض له امله د چمن په ګمرک کې له تازه او وچې افغاني مېوې بار تر ۲۰۰ ډېرې لارۍ درول شوې دي.
 
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغاني مېوې ګمرکي تعرفه د هر ټن له ۲۰ زره کلدارو څخه ۹۵ زره کلدارو ته لوړه شوې ده.
 
د ګمرک چارواکي وايي، د واردونکو له خوا د ګمرکي محصول د نه ورکړې له امله د چمن پر پوله ۲۰۰ لارۍ بندې دي او د پاکستاني چارواکو پرېکړې ته په تمه دي.
 
انګور، انار او نور موسمي میوې چې په لاریو کې بار شوي وي که چیرې ګمرکونه د دوو یا دریو ورځو لپاره خلاص نه شي خراب شي.
 
د پاکستان د ګمرک چارواکو هم اعلان کړی چې هغه لارۍ چې د سپین بولدک له پولې چمن ته ننوتې، د ګمرکي ستونزو له امله په دغه ځای کې بندې شوې دي.
 
د چارواکو په وینا د مېوې واردونکو ته نوې تعرفه لا له وړاندې اعلان شوې او دوی ته د نویو نرخونو په اړه خبر ورکړل شوی دی.
 
همداراز پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې د نوي نرخ تر ټاکلو پورې به له افغانستان څخه د مېوو واردات بند کړي.
 
د دې پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، له افغانستان څخه د مېوو د وارداتو په درولو سره به پاکستان د تازه مېوو له کمښت سره مخ شي، ځکه په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې باغونه د سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي.
 
په همدې حال کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره یې له افغانستان او ایران څخه د پیازو او روميانو د واردولو پرېکړه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcaaanuo49nme1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته