کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرسته/ ۵ نوې پروژې پلي کیږي

19 سنبله 1401 ساعت 14:28

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، دغه سازمان د خوراکي توکو د خوندیتوب، روغتیا او پوهنې په برخو کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره پنځه سترې پروژې پیلوي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو ارزښت به نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره وي.


آوا: اوچا نن (شنبه، سنبلي ۱۹) د یوه راپور په خپرولو سره ویلی چې دغه پروژې د خوراکی خوندیتوب، روغتیایی بیړنیو غبرګونونو، تعلیمی بیړنیو غبرګونونو او د غیردولتی موسسو د ظرفیت لوړولو په برخو کې ترسره کیږی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا، دا پروژې د افغان میرمنو او نجونو سره د مرستې لپاره ځانګړي شوي.
 
اوچا ټینګار کړی، چې پر دغو پروژو ټولټال ۸۹۳ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق (ARTF) تمویل کوونکو له خوا تمویلېږي.
 
د OCHA د معلوماتو پر بنسټ، ۱۹۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیړني خوراکي خوندیتوب، ۲۶۵ میلیونه ډالر د افغاني ټولنې د مقاومت او معیشت لپاره، ۳۳۳ میلیونه ډالر د روغتیا د بیړني غبرګون څانګې ته، ۱۰۰ میلیونه ډالر د پوهنې د بیړني غبرګون څانګې او ۲۰ میلیونه ډالر په افغانستان کې د غیر دولتي موسسو د ظرفیت د لوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.
 
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د بندیزونو له امله به اسلامي امارت د دغو پروژو مالي سرچینو ته لاس رسی ونه لري.
 


د مطلب کود: 258398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258398/له-افغانستان-سره-د-ملګرو-ملتونو-مرسته-۵-نوې-پروژې-پلي-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com