افغان غږ خبری آژانس - په مزارشریف کې د کندز د بدنی روزنې او سپورت رئیس عزت الله سنان نن
افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د غیږنیونې په برخه کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ دغه سیالۍ تېره ورځ (جمعه، سنبلي ۱۸) د کندز ښار په سپین غر لوبغالي کې تر سره شوه.
د سنان په وينا، دغه يو ورځنۍ سيالۍ د سيروس د نړيوالې ورځې د نمانځنې په موخه ترسره شوې وې.
ده دغه راز زياته کړه چې دغه سيالۍ دکندز ولايت دمرکز او ولسواليو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې چې دکندز ولايت څه دپاسه دوه زره تنو ښاريانو او سيمه ييزو مسوولينو ددغه ورزش د ليدو لپاره برخه اخيستې وه.
د اسلامي امارت له تسلط وروسته په کندز کې د غیږ نیونې سپورټ وده کړې او د چارواکو په وینا خوندي چاپېریال د دې لامل شوی چې خلک دې لوبې ته ډېر کړي.
په کندز کې د بدني روزنې او سپورت رئیس عزت الله سنان وویل: غیږه یوه دودیزه لوبه ده چې د کندز ټول خلک ورسره مینه لري. د امنیت په تامین سره په کندز کې د سایرس مسابقې زیاتې ترسره کیږي او دغه ورزش ښه وده کړې ده.
هغه زياته کړه، چې هره جمعه د کندوز په ښار او د اونۍ په اوږدو کې د دغه ولايت په ولسواليو کې د غېږ نيونې سيالۍ ترسره کېږي، چې د سوداګرو له لوري يې مالي ملاتړ کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې اکثره ورزشکاران د ورزشي ډګرونو له خرابوالي شکایت کوي او د حکومت د پاملرنې غوښتونکي دي.