دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 258411
په مزارشريف کې د يوه پخواني قوماندان له کور څخه د جنګي مهماتو کشف
دبلخ ولايت دپنځمې ناحيې دامنيې قوماندانۍ دامنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې په مزارشريف ښارکې د پخواني دولت ديو قوماندان له کور څخه يوه اندازه سپک او درانه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: نن سه شنبه (سنبلي ۱۹) د بلخ ولایت د پنځمې امنیتی حوزې امنیتی ځواکونه په دې توانیدلي چې د پخواني دولت یو تن قومندان د کور څخه يو اندازه سپک او درانه مهمات کشف او ترلاسه کړي.
 
محمد آصف وزیري؛ دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسؤل باختر خبري اژانس ته خبرورکړ: د مزارشریف ښار دپنځمې ناحيې پوليسو دجنرال حسيب الله قريشي؛ چي په تېر حکومت کې په شمال لوري کې د عامه نظم د لوا قوماندان و،  له کور څخه دپلټنې په بهير کې يو شمېر مهمات ترلاسه کړې.
 
د بلخ د پوليسو د وياند په وينا، د دې قضيې په تړاو د قريشي يو خپلوان چې د دې ماڼۍ د ساتنې مسووليت يې پر غاړه و، نيول شوى دى.
 
ده وويل: په دغو عملياتوکې دبلخ پوليسو له دغو وسلو څخه بيلابيل ډوله وسلې لکه دهشکه، AGS، زیکویک، هاوان ۸۲، راکت، لاسي بمونه او په لسګونو ډول مرمۍ ترلاسه کړې دي.
 
ښاغلي وزيري يادونه وکړه، چې نيول شوې وسلې په کورنو چاپو پورې اړه نه لري او په ټولنيزه فضا کې د تبليغاتو د کمښت له امله د سياسي شخصيتونو د کورونو د پلټنې لپاره کوم اقدام نه دى شوى، خو د پنځمې ناحيې امنيتي ځواکونو د دغه پخواني قوماندان پر کور شکمن و، چې په برياليتوب سره يې حقيقت ته مخه کړه.
 
په ورته وخت کې ویل کېږي چې عملیات لا پای ته نه دي رسېدلي او احتمال شته چې په دغه هستوګن کور کې نور مهمات هم وي.
 
د دې تر څنګ د امنیتي چارو کارپوه ظاهر خان مومند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: دا مسئله په هېواد کې د عمومي امنیت د رامنځته کولو هڅه ده. که نظامي وسلې د مجرم په لاس کې نه وي، هغه هېڅکله هم دغه جرم نه شي ترسره کولای او په همدې اساس هر ډول وسله چې د هېواد امنیت ګډوډ کوي، باید له خلکو څخه راټولې شي.
 
د ښاغلي مومند په وینا، یوازې حکومتونه د امنیت د تامین مسوولیت نه لري؛ بلکې خلک هم ارزښتناک رول لوبوي، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی په خپلو کورونو کې وسلې وساتي.
 
دغه کارپوه وايي، پوځي تجهیزات د حکومت د کورنیو چارو، دفاع او استخباراتو په وزارتونو پورې اړه لري، که نه نو د هېوادوالو له خوا د هر ډول وسلو لېږد د هېواد د اوسني قانون خلاف کار دی.
 
 
د یادولو ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري په یوه کور کې یوه اندازه بېلابېل ډوله وسلې کشف شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcgq79xqak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته