دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 258424
د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېر ۱۹۴ ټنو ته رسېدلی دی
د اسلامي امارت له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت د وياند په وينا، په هېواد کې د وروستيو سيلابونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۹۴ تنو ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د هیواد په ۲۱ ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو شمیر ۱۹۴ تنو ته رسیدلی دی.
 
د دغه وزارت ویاند محمد نسیم حقاني د سې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۱۹۴ تنه وژل شوي، ۲۶۵ تنه ټپیان شوي او تر ۱۲۰۰۰ ډېر کورونه په بشپړه یا جزئي توګه ویجاړ شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې له ٩زره ډېر څاروي هم له منځه تللي او نږدې ٣٠ زره جريبه کرنيزه ځمکه هم له منځه تللې ده.
 
https://avapress.com/vdcauanuy49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته