دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 258435
په بغلان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ٣ تنه مړه او ۱۰ ټپيان شول
د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، د بغلان پر لویه لاره د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: نذیرالله عابدی؛ د بغلان د ترافيکو مدير نن دوشنبه د سلواغې په ٢٠مه، افغان غږ خبری آژانس ته وويل: دا پېښه تېره شپه د يوه ٤٠٤ ډوله موټر له سړک څخه د تېرېدو له امله رامنځته شوې ده.
 
هغه زياته کړه، چې د دې پېښې مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د بغلان لویه لار د هېواد شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي او د هېواد یو له مصروفو لویو لارو څخه ده چې تل په کې د ترافیکي پېښو شاهد وي.
 
ډېر سرعت، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د موټرو ډېروالی او د سړک خرابوالی په دې لاره د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.
 
https://avapress.com/vdcc14qip2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته