کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل په لوېدیځ کې چاودني/ شاهدین: ۱۶ کسان ټپیان شوي

20 سنبله 1401 ساعت 10:58

د ځینو سرچینو په وینا، تېره شپه (شنبه، وږي ۱۹) د کابل ښار د ۱۸مې ناحیې اړوند «تانک تیل» او «پل خشک» سیمو کې د پرله پسې دوو چاودنو په پایله کې ۱۶ تنه ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د کابل امنیه قوماندان په وینا، په دغو چاودنو کې یوازې ۳ تنه ټپیان شوي دي.


آوا: یوه چاودنه تېر ماښام (سنبلي ۱۹) د دشت برچي پر سړک د بهار سراب بازار ته څېرمه او بله د پل خشک په درې لارې کې رامنځته شوه.
 
داسلامي امارت دکورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع تکور ويلي دي چې دغه چاودنه په دوو بايسکلونو کې د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو توکو له امله شوې ده .
 
بل خوا د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، په دې دوو چاودنو کې درې تنه ټپیان شوي دي.
 
خو؛ عيني شاهدانو په دغو دوو پېښو کې د ټپيانو شمېر ١٦ تنه ښودلى او ويلي يې دي، چې ټپیان د پېښې ځاى ته نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
د کابل لویدیځ د شیعه ګانو یوه سیمه ده، چې خلک یې تل تر هدفي بریدونو لاندې وي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکې ادارې د شیعه ګانو د امنیت د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
 


د مطلب کود: 258439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258439/د-کابل-په-لوېدیځ-کې-چاودني-شاهدین-۱۶-کسان-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com