دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 258448
سوداګریز تړون/ د افغانستان د مالونو به د ازبکستان، قرغزستان او چین له لارې ترانزیت شي
د اسلامي امارت د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له چین او د ازبکستان او قرغزستان له هېوادونو سره د لاسلیک شوي هوکړې پر بنسټ، د افغانستان صادراتي او وارداتي مالونه د اورګاډي له لارې د دغو هېوادونو ته به ولېږدول شي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د ریل پټلۍ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چین، ازبکستان او قرغزستان د ریل پټلۍ له څانګو سره یې د ګډ اقتصادي دهلیز د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی.
 
د دغه رياست په اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغه هوکړه ليک په پلي کېدو سره به عوايد زيات او د وارداتي توکو بيې به راټيټې شي او هم به په افغانستان کې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
 
باختر دولتي خبري آژانس هم خبر ورکړ چې دغه موافقه ليک د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې لاسليک شو.
 
د دغه خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه تړون له عملي کېدو وروسته به هغه سوداګريز توکي چې له چين څخه افغانستان ته په دوو مياشتو کې راتلل، د دوو اونيو لپاره به راټيټ شي.
 
سره له دې چې افغانستان د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو د ترکمنستان، ازبکستان او ایران په ګډون د یو شمېر هېوادونو د اورګاډي له شبکې سره محدود دی.
 
https://avapress.com/vdcgt79x7ak9nt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته