کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د روسیې سفارت خپل کار ته دوام ورکوي

21 سنبله 1401 ساعت 13:34

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي له «روسیه ۱» چینل سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې مسکو له وروستي تروریستي برید وروسته په کابل کې د خپل سفارت د ویستلو اراده نه لري.


آوا: د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له «روسیه ۱» سره په یوه ټلویزیوني مرکه کې د افغانستان د سفارت د تړلو او د روسي کارکوونکو د ایستلو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل. روسیه په کابل کې له تروریستي برید وروسته د خپل سفارت د تړلو اراده نه لري، حتی داسې فکر نه دی شوی او نه به پیښ شي.
 
تېره اوونۍ په کابل کې د روسیې سفارت د قونسلګرۍ ودانۍ ته څېرمه چاودنه وشوه او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د دغه ترهګریز برید په پایله کې د دغه سفارت دوه کارکوونکي ووژل شول.
 
د دغه وزارت په وینا، د روسیې سفارت د افغانستان له امنیتي ادارو سره په نېږدې تماس کې دی، چې د چاودنې په اړه څېړنې کوي او د ډیپلوماټیک ماموریت امنیت ټینګ شوی دی.
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هیله څرګنده کړه چې د دغه برید تنظیموونکي او عاملین به ژر تر ژره مجازات شي.
 


د مطلب کود: 258506

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258506/په-کابل-کې-د-روسیې-سفارت-خپل-کار-ته-دوام-ورکوي

آوا
  https://www.avapress.com