کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپتمبر ۱۱/ بایډن: موږ ژمن یو چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د ګټو دفاع وکړو

21 سنبله 1401 ساعت 13:40

د امریکا ولسمشر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د درناوي په مراسمو کې وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د دغه هېواد د ګټو د دفاع لپاره د امریکا ژمنې پاتې دي.


آوا: د امریکا ولسمشر جوبایډن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې د هېواد د پوځی ځواکونو او د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په ترڅ کې وویل، چې لا هم د افغانستان دفاع ته ژمن دی.
 
بایډن زیاته کړه: پر افغانستان له برید څخه شل کاله وروسته، پر متحده ایالاتو د یوه بل برید د مخنیوي لپاره زموږ ژمنې نه ختمېدونکي دي.
 
د امریکا ولسمشر څرګنده کړه: موږ به آرام نه شو. موږ به هیڅکله هیر نکړو. موږ به هیڅکله تسلیم نه شو.
 
بایډن همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپل هېواد پر هوډ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی به د القاعدې په ګډون د تروریستي ډلو غړي د دوزخ تر دروازو پورې تعقیب کړي.
 
د يادونې وړ ده چې د سپټمبر د يوولسمې نېټې په بريدونو کې د القاعدې ډلې له خوا د ۹۰ هېوادونو د اتباعو په ګډون شاوخوا درې زره کسان وژل شوي وو. له دې برید وروسته د امریکا ولسمشر جورج بوش د القاعده د ځپلو په پلمه پر افغانستان د برید امر صادر کړ.
 
دا په داسې حال کې ده چې پرون او په عین وخت کې د دغې پېښې د کلیزې په مناسبت د القاعدې ډلې یوه جګپوړي غړي یو کتاب خپور کړ چې په ۲۰۰۱ کال کې د دغو بریدونو د څرنګوالي رازونه او بې بنسټه کیسې په ډاګه کوي. د دې کتاب د لیکوال په وینا، په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز برید په دې موخه ترسره شو، چې امریکا یوې اوږدې او تخریبي جګړې ته اړ کړي.
 


د مطلب کود: 258508

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258508/سپتمبر-۱۱-بایډن-موږ-ژمن-یو-چې-د-ترهګرۍ-پر-وړاندې-امریکا-ګټو-دفاع-وکړو

آوا
  https://www.avapress.com