کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د ناپېژانده کسانو له خوا د مڼو ۳۰۰ ونې پرې شوې

22 سنبله 1401 ساعت 12:08

د پکتیکا ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې تېره شپه نامعلومو کسانو په اومنې ولسوالۍ کې د مڼو ۳۰۰ ونې پرې کړي دي.


آوا: د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، نامعلومو کسانو په دغه ولایت کې د شپې له خوا ۳۰۰ د مڼو ونې پرې کړي دي.
 
ويل کيږي چې دغه پيښه نن دوشنبه د سنبلې په ٢١مه د پکتيکا ولايت د اومنې ولسوالۍ د ګانوي کلي په يوه باغ کې رامنځته شوې ده.
 
ځايي سرچينو ويلي، چې د مڼو پرې شوې ونې ټولې په يوه باغ کې وې او د اومنې ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د مڼو د ونو په پرې کولو سره دغه بڼوال ته سلګونه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
 
تر اوسه معلومه نه ده چې د چا له خوا او د کومې موخې لپاره د مڼو ونې پرې شوې دي.
 
د دغه باغ خاوند د دغې پېښې د عاملينو د پېژندلو غوښتنه کړې ده.
 
دا په داسې حال کې کیږي چې دا مهال په ټول هیواد کې د مڼو د باغونو د حاصلاتو فصل دی.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې هم په کابل ولايت کې د ونو د پرې کولو پېښې شوې وې، چې ويل کېږي د شخصي دښمنيو له امله رامنځته شوې وې.
 


د مطلب کود: 258555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258555/په-پکتیکا-کې-د-ناپېژانده-کسانو-له-خوا-مڼو-۳۰۰-ونې-پرې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com