دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۹
د مطلب کود : 258564
په بدخشان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د فیض آباد ښار د هوايي ډګر پر سړک د دوو موټرو د ټکر له امله ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: معیز الدین احمدی؛ د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئيس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: دغه پيښه نن سهار لس نيمې بجې د سنبلې په ٢٢مه د فيض آباد ښار د هوايي ډګر په سړک کې رامنځته شوې ده.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله د دوو رونيک او پاسو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
 
نوموړی زیاتوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcfvcd0jw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته