دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 258583
د اقتصاد وزارت: شاوخوا دوه زره غیر دولتي بنسټونو خپل فعالیتونه بند کړي دي
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د کابو دوه زره غیر دولتي بنسټونو د تړلو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اقتصاد وزارت وايي، په دغه وزارت کې ټولټال ۲۳۶۹ کورني او بهرنۍ غیر دولتي موسسې ثبت دي، چې له دې ډلې یې اوسمهال یوازې ۴۶۱ موسسې فعالیت کوي.
 
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب رسنیو ته وویل، چې له دغو بنسټونو څخه ۳۰۰ یې کورني او ۱۶۱ یې بهرنۍ دي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال د طالبانو د حکومت په اقتصاد وزارت کې ١٠٩ نوې غيردولتي بنسټونه ثبت شوي، چې له دې ډلې ١٠٣ يې کورني او شپږ نورې يې بهرنۍ دي.
 
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې ټولې غیر دولتي ادارې د بشري مرستو په برخه کې کار کوي.
 
https://avapress.com/vdcg779xwak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته