دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 258586
یونیسف به په نیمروز کې د اوبو د پاکولو سیستم جوړ کړي
د نیمروز ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، یونیسف پلان لري چې په دغه ولایت کې د اوبو د پاکولو یو سیستم جوړ کړي. د دوی په وینا پر دې پروژې څه باندې دوه میلیونه او سل زره افغانۍ لګښت راځي.
افغان غږ خبری آژانس: سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلی چې د اوبو د پاکولو د دغه سیستم چارې د سنبلې په ۲۲مه پیل شوې.
 
دا پروژه د یونیسف لخوا تمویل کیږي او د HRDA لخوا پلي کیږي.
 
ټاکل شوې د دغې پروژې کار د دریو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د دې پروژې په بشپړیدو سره به د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې ۱۲ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
 
یونیسف په دې ولایت کې د ښاریانو لپاره د صحي اوبو د پاکولو نورې پروژې جوړوي.
 
https://avapress.com/vdcjooe8muqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته