کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان کې سرحدي شخړه/ بلاول بوټو زرداري: اسلامي امارت باید ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره وکاروي

23 سنبله 1401 ساعت 10:38

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، پرون (سه شنبه، سنبلي ۲۲) د پاکستان پر پوله د نښتې په ترڅ کې د دغه هېواد ۳ پوځیان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې دا برید له افغانستانه د ترهګرو له خوا شوی دی. په همدې حال کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم له اسلامي امارت غوښتي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.


آوا: د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو خبری سایټ، د پاکستان د امنیتی ځواکونو اړوند رسنیو د سنبلې په ۲۲مه، په یوه بیان کې ویلی چې ترهګرو د افغانستان له دننه څخه پر پاکستانی پوځیانو ډزې کړې دی.
 
د پاکستاني امنيتي چارواکو په وينا، دا نښته د خيبر پښتونخوا له کرم سيمې څخه د خرلاچي په سيمه کې د افغانستان په پوله کې دننه شوې ده.
 
د پاکستان د امنيتي ځواکونو د استخباراتي رپوټونو له مخې، د پاکستاني پوځيانو د ډزو له امله تروريستانو ته زيات زيان اوښتى دى.
 
د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ډزو په تبادله کې درې پوځیان د نایک محمد رحمان په نوم ۳۲ کلن، نایک ماویز خان ۳۴ کلن او سپوی عرفان الله ۲۷ کلن وژل شوي دي. وژل
 
په دغه بیانیه کې ویل شوي چې پاکستان د افغانستان له خاورې د ترهګرو له خوا د دغه هیواد پرضد د فعالیتونو لپاره کار اخیستل په کلکه غندي او هیله لري چې اسلامي امارت به په راتلونکي کې د دغه ډول فعالیتونو اجازه ورنکړي.
 
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په یوه بیان کې دغه برید غندلی او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د پاکستان پر ضد د افغانستان دننه د ترهګرو د عملیاتو مخه ونیسي.
 
ياده دې وي چې تيره مياشت هم کله چې تندلارو په خيبرپښتونخوا کې دامنيتي ځواکونو په ضد خپل بريدونه زيات کړل نو په دیر پایین کې دپاکستاني پوځ يو عسکر وژل شوى ؤ.
 


د مطلب کود: 258599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258599/پاکستان-کې-سرحدي-شخړه-بلاول-بوټو-زرداري-اسلامي-امارت-باید-ترهګرو-ته-اجازه-ورنکړي-چې-د-افغانستان-خاوره-وکاروي

آوا
  https://www.avapress.com