دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 258600
اسلامي امارت د دولت د ۴۰ تنو څخه د زیاتو مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی
د اسلامي امارت ویاند تیره شپه (سنبلي ۲۲) د دولت ۴۰ تنه مخالفین له خپلو ۴ تنو قومندانانو سره د وژل کیدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره شپه (سنبلي ۲۲) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلی: «د پنجشیر ولایت په رخه، دره او افشارو ولسوالیو کې د باغیانو په خلاف چاڼیز عملیات ترسره شول او د ۳ قومندانانو (فهیم کمانډو، جواد او محمدیار) په ګډون ۴۰ تنه ووژل شول او د قومندان ملک خان په ګډون ۱۰۱ تنه له وسلو سره ژوندي ونیول شول.
 
 نوموړي لیکلي، چې دوی غوښتل د خلکو امنیت ګډوډ کړي، خو مخه یې ونیول شوه.
 
مجاهد په یوه بل ټویټ کې دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي: "د نویو معلوماتو له مخې په وژل شویو کې قومندان ملک خان هم شامل دی."
 
له بلې خوا د «مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي رسنیو ته وویل: له تېرو څو ورځو راهیسې په پنجشیر کې سخته جګړه روانه ده.
 
اسلامي امارت خپل ځانګړي عمري، بدري او استشهادي واحدونه (ځانمرګي واحدونه) ځای پر ځای کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcgz79xzak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته