کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د اسلامي امارت لخوا د جیش محمد ډلې د مشر د نیولو غوښتنه وکړه

23 سنبله 1401 ساعت 14:25

پر پاکستان د لویدیځو حکومتونو له فشارونو وروسته د جیش محمد د ډلي مشر د نیولو لپاره چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو ډلو د مشرانو په توګه پیژندل شوی ، دغه هیواد د اسلامي امارت غوښتنه کړي ترڅو ددغي ډلي د مشر ونیول شي ؛ ځکه دوي په باور دي چي ښايي ددي ډلي مشر په ننګرهار یا کونړ ولایتونو کې موجود وي.


آوا: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جیش محمد د مشر مسعود اظهر د نیولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت ته یو لیک استولی دی.
 
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې لوېدیځ قدرتونه پر پاکستان فشار راوړي چې د اظهر پر ضد اقدام وکړي چې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو ډلو له مشرانو څخه ګڼل کېږي.
 
د جیونیوز د راپور له مخې، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې پاکستاني لوري د دغې ډلې له چارواکو غوښتي چې اظهر وپیژني او ونیسي.
 
دغې رسنۍ په لیک کې د یوه پاکستاني چارواکي له قوله ویلي چې پاکستاني چارواکي باور لري چې اظهر په افغانستان کې په کوم ځای کې پټ دی.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اظهر شاید په ننګرهار یا کونړ ولایتونو کې موجود وي.
 
جیونیوز لیکلي دي چې تر اوسه دا نه ده تایید شوې چې ایا اظهر د اسلامي امارت تر لاس لاندې د کابل له نیولو مخکې افغانستان ته تللی او که وروسته.
 


د مطلب کود: 258612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258612/پاکستان-د-اسلامي-امارت-لخوا-جیش-محمد-ډلې-مشر-نیولو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com