کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

24 سنبله 1401 ساعت 11:23

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره چې ټول ګوندونه او توکمونه پکې شامل وي، خپلې ژمنې عملي کړي.


آوا: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا له اسلامي امارت غوښتي چې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
 
لاوروف زیاته کړه:«موږ له اسلامي امارت څخه غواړو چې د ملي پخلاینې او د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه چې د ټولو توکمیزو او سیاسي جریانونو د ګټو انعکاس ولري، خپل مسوولیت ادا کړي».
 
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تاجکستان له خاور خبرې آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې اسلامي امارت هم باید د ترهګرۍ او نشه یي توکو له خپراوي سره په مبارزه کې هڅې وکړي.
 
هغه ویلي دي چې اسلامي امارت باید په افغانستان کې د وضعیت د ثبات لپاره خپل مکلفیتونه مراعات کړي.
 
تر دې وړاندې هم څو ځلې روسیې او د سیمې نورو هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
 
دغو هېوادونو په وار وار ویلي چې دوی به یوازې هغه مهال اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او ملاتړ به یې کوي چې له خبرو وروسته په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت جوړ شي چې ټول سیاسي جریانونه پکې موجود وي.
 
په همدې حال کې روسیه له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري. په افغانستان کې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او په مسکو کې یې د اسلامي امارت یو شمېر دیپلوماتان نیولي دي.
 
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې د روسیې پر سفارت د داعش ډلې په برید کې د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او تر ۱۰ ډېر نور ټپیان شوي وو. له دې پېښې وروسته دغې دیپلوماتیکې ادارې تر بل خبرتیا پورې خپل قونسلګري خدمات لغوه کړل.
 


د مطلب کود: 258657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258657/روسیې-یو-ځل-بیا-په-افغانستان-کې-د-یوه-ټول-شموله-حکومت-جوړېدو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com