دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 258663
روسیې په کابل کې خپلو دوو وژل شویو ډیپلوماټانو ته د زړورتیا مډالونه ورکړل
په کابل کې د روسیې سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د حکم پر اساس په کابل کې په یوه تروریستي پېښه کې وژل شوي دوه ډیپلوماټانو ته د زړورتیا مډالونه ورکړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې د دغه هېواد دیپلوماتانو ته چې په کابل کې په یوه ځانمرګی برید کې وژل شوی وو، د زړورتیا مډالونه ورکړل شول.
 
د نن (سنبلي ۲۴) د روسیې سفارت په یوه ټویټ کې وویل چې دغو دیپلوماتانو ته د روسیې د ولسمشر د فرمان پر اساس د زړورتیا مډالونه ورکړل شول.
 
په کابل کې د روسيې سفارت دغه ډيپلوماتان د دغه سفارت دويم سکرتر ميخايل شاه او د دغه سفارت د چارو کارپوه آدیگژی‌ کوژوګت ياد کړي دي.
 
دغه دوه روسي دیپلوماتان د سپټمبر په پنځمه په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
 
د سفارت مخې ته د تېرې اونۍ په برید کې چې پړه یې داعش ترهګرې ډلې منلې وه، د دوو روسي ډیپلوماټانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfvcd0mw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته