دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 258676
د بدخشان له شورابک بند څخه د ۲۰ تنو مړي موندل شوي دي؛ چارواکي: څه مو ندپ موندلي
د بدخشان ځايي سرچينې وايي، چې د فيض اباد له شورابک بند څخه د شلو تنو مړي موندل شوي دي، خو د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې دوى هم دغه ادعا اورېدلې، موضوع يې څېړلې او څوک يې په اړه معلومات نه لري.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان ولایتی سرچینې خبر ورکوی چې د فیض آباد ښار شورابک بند کې ۲۰ جسدونه موندل شوی دی.
 
دغو سرچینو له افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې دوه اونۍ وړاندې د شورابک بند د تخریب او پاکولو په لړ کې په دغه بند کې ۲۰ جسدونه موندل شوي وو. خو په نامعلوم ځای کې ښخ شوی او دا موضوع په رسنیو کې نه ده مطرح شوې.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دغه جسدونه د چا، ولې او کله وژل شوي او څنګه په دغه زندان کې اچول شوي دي.
 
دوی زیاته کړه چې مخکې له دې چې دا بند خلاص شي، هره اونۍ د دې بند لاندې د کوکچه سمندر څخه یو یا دوه مړي را ایستل کېدل. خو د هغې له ویستلو وروسته، له سمندر څخه کوم جسد نه دی را ایستل شوی.
 
د ځايي چارواکو غبرګون
په همدې حال کې د بدخشان سیمه ییز چارواکي هم وايي چې د شورابک له بند څخه د شلو تنو جسدونو د را ایستلو خبر یې اورېدلی دی، خو تر څېړنو وروسته يې په اړه کوم معلومات نه دي موندلي.
 
نثار احمد احمدي؛ د بدخشان مرستیال والي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: «همدا موضوع د ولایت مقام ته هم رسېدلې وه، زه شخصاً د شورابک د برېښنا بند ته ورغلم، موضوع مې له نږدې وڅېړله، په داسې حال کې چې د برېښنا ټول کارکوونکي حاضر وو، ما ترې وپوښتل، هغوی دا موضوع په کلکه رد کړه».
 
خو نوموړي دغه موضوع رد نه کړه او زياته يې کړه: که داسې وي، نو دوى چېرته وړل شوي، چا يې مړي نه دي ليدلي.
 
په همدې حال کې په نورو ولایتونو کې هم ورته ادعاوې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcjaoe8muqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته