دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۳
د مطلب کود : 258702
روسیه او پاکستان د افغانستان د ستونزې پر حل ټینګار کوي
د روسيې جمهور رئيس د پاکستان له لومړي وزير سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا په باب د خبرو تر څنګ له روسيې څخه پاکستان ته د ګازو د نل ليکې د غځولو موضوع ته په اشارې سره د سولې او ثبات د ټينګښت په باب غور وکړ. د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د دغې پروژې د عملي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلوونکي پل په توګه په دغه هېواد کې د ثبات د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې.
 
د کرملین له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، پوتین د غونډې په ترڅ کې وویل: "داسې شیان شتون لري چې موږ ورته کار کولو ته اړتیا لرو او په څو برخو کې ښه امکانات شتون لري لکه د ریل ټرانسپورټ او انرژي، په شمول پاکستان ته د ګاز پایپ لاین پروژې."
 
هغه زیاته کړه: هدف له روسیې څخه پاکستان ته د ګازو د نل لیکې غځول دي چې په روسیه، قزاقستان او ازبکستان کې د زیربناوو د شتون له امله ممکن دي، خو موږ باید (لومړی) د افغانستان ستونزه حل کړو.
 
د روسیې جمهور رئیس څرګنده کړه: د سیاسي ثبات په برخه کې ستونزې شته، خو هیله لرم چې دا ستونزه به هم حل شي، ځکه موږ د افغانستان له خلکو سره ښې اړیکې لرو. زه هم د افغانستان په وضعیت د پاکستان د نفوذ وړتیا ګڼم.
 
د پاکستان د صدراعظم دفتر هم په یوه بیان کې لیکلي چې شهباز شریف هم په افغانستان کې د روسیې د رغنده رول ستاینه وکړه او ویې ویل: پاکستان او روسیه د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
 
شریف همداراز د افغانستان په اړه د بین الافغاني مذاکراتو ټینګول اړین وګڼل او ټینګار یې وکړ چې پاکستان په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdcjyoe88uqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته