کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تالقانو د تبادلې په بازار کې د لاسي بم چاودنه شوې

26 سنبله 1401 ساعت 11:59

د تخار ولایت سرچینې او سیمه ییز چارواکي د تالقان ښار د تبادلې په بازار کې د لاسي بم د چاودنې خبر ورکوي. د دوی په خبره، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. خو پولیس یوازې د ۳ کسانو د ټپي کېدو پخلی کوي.


آوا  - مزارشريف: د تخار ولايت د دولتي سرچينو د معلوماتو له مخې، دا چاودنه نن سهار اته بجې د مرکز تالقانو ښار د تاريخي تبادلې په بازار کې شوې ده.

 
د دوی په وینا په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
 
په همدې حال کې د تخار د پولیسو ویاند عبدالمبین صافي آوا ته وویل: چاودنه د لاسي بم له امله شوې چې یوه کس دغه لاسي بم د تبادلې په دوکان کې وچاودېد او درې تنه یې ټپیان کړل.
 
صافي د هغه کس د هويت په اړه څه ونه ويل، چې دغه لاسي بم يې لېږدولى، خو زياته يې کړه: د لاسي بم د لېږدوونکي په ګډون ټپيان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.


د مطلب کود: 258716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258716/د-تالقانو-تبادلې-په-بازار-کې-لاسي-بم-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com