دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 258723
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی وکړ
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د اروپايي ټولنې د ۵۰۰ زره یورو مرستې هرکلی کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د خوړو نړیوال پروګرام نن (جمعه، سنبلی ٢٦) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې به د شپږو میاشتو په موده کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۱۷۰ زره کسان تر پوښښ لاندې راولي.
 
ماریانا فرانکو، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د مرستو څارنه کوي، په یوه بیان کې ویلي، چې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو افغانانو سره به مرستې دوام وکړي.
 
په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د جون د ٢٢مې په زلزله کې تر ١٠٠٠ زيات کسان مړه شول. دا زلزله په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې بې سارې بلل شوې ده.
https://avapress.com/vdcci4qi12bqpm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته