دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 258746
په هرات کې په پوره امنیت کې د اربعین حسیني ماتم ترسره شو
د صفر د میاشتې په شلمه نیټه د اربعین او د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام د شهادت د څلوبښتمی په مناسبت د هرات ولایت په بیلا بیلو سیمو کښې د عزادارۍ او ماتم مراسم ترسره شول.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د شنبې په ورځ (۲۶ وږی) د هرات ولایت د جبریل په ښارګوټي کې په سلګونو حسیني عزاداران د شهیدانو ګلزار او امامزاده سید مرتضی (ع) د زیارت په لور روان شول او ماتم کوونکو د دغه امام زاده په زیارت کې سر یوځاي شول او ماتم یې وکړ.
 
د دغه سپېڅلي بهير د ګڼې ګوڼې يوه برخه چې د زينبي مېرمنو له خوا جوړه شوې وه، وويل چې د دوى له ګډون څخه يې موخه د حضرت زينب سلام الله عليها د کرښې او لارې ته دوام ورکول دي.
 
له دغو میرمنو څخه یوه مطهره حسیني وايي چې له څلویښتو ورځو وروسته حضرت زینب (س) د خپل ورور امام حسین علیه السلام لیدو ته لاړه او په دې کار سره یې وښودله چې د حسیني لاره د تل لپاره دوام لري او هیڅکله به نه ختمیږي.
 
له دغو ښځو څخه یوې بلې رقیه اکبري وویل: سره له دې چې دوی د کربلا معلی په خاوره کې د حسیني اربعین لمانځنه نشوه کولای خو دوی په دې لاریون کې د حسیني زیارت کوونکو په لیکه کې ګډون کړی دی.
 
همدارنګه محمد خاوري; یو تن حسیني ځوان چې په دې لاریون کې یې برخه اخیستې وه وویل چې هره ورځ کربلا ده او هره ورځ عاشورا ده. نو په هر ځای کې چې یو، د عاشورا او د کربلا د خاورې فلسفه باید هېره نه کړو، بلکې موږ باید د امام حسین (ع) انقلابي دریځ په یاد ولرو او عمل پرې وکړو.
 
له بلې خوا د حسینی اربعین د ورځې په مناسبت د هرات ښار د بیت الجواد (ع) حسینیه کښې د سلګونو حسینی عزادارانو په شتون سره د عزادارۍ مراسم ترسره شول.
 
په دې مراسمو کې ويناوالو د امام حسين (ع) د پاڅون موخه بيان کړه.
 
دوی خلکو ته بلنه او نصیحت وکړ چې د اسلام د ستر پیغمبر د لارښوونو پیروي وکړي چې په حقیقت کې د اسلام د ګران پیغمبر د سیرت او لارې دوام دی.
 
د حسیني اربعین ورځ هر کال په هرات کې د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.
 
په ګڼو کورونو کې په دې ورځ خیراتونه جوړیږي او د شهید امام او نورو سخاوتمندانو روح ته ډالۍ ورکول کیږي.
 
https://avapress.com/vdchk6ni-23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته