کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

28 سنبله 1401 ساعت 10:52

د فواید عامې وزارت د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې د پیل خبر ورکوي.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت د درانی بازار له سیمې څخه د غزني ولایت تر مرکز پورې د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پرون پیل شوې.
 
د فواید عامې وزارت وايي، د دغه ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې به د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.
 
د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو د جګړې پر مهال د کابل - کندهار لویه لار د سړک غاړې ماینونو، موټر بمونو او ځمکنیو ماینونو له امله سخته زیانمنه شوې ده.
 


د مطلب کود: 258784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/258784/د-کابل-کندهار-لویې-لارې-بیارغونې-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com