دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 258784
د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
د فواید عامې وزارت د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې د پیل خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت د درانی بازار له سیمې څخه د غزني ولایت تر مرکز پورې د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې پرون پیل شوې.
 
د فواید عامې وزارت وايي، د دغه ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې به د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ۹ میاشتو کې بشپړې شي.
 
د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو د جګړې پر مهال د کابل - کندهار لویه لار د سړک غاړې ماینونو، موټر بمونو او ځمکنیو ماینونو له امله سخته زیانمنه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjooe8xuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته